وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ
او یاد کړه بندگان زمونږ ابراهیم او اسحاق او یعقوب علیهم السلام خاوندان د لاسونو وؤ (عملونه) او دسترگو وؤ (علم) -
دا ذکر دابتلاءاتو دی اجمالاً په دغه دری انبیاء علیهم السلام باندی دهغوی د ابتلائاتو بیان په نورو سورتونو کښی راغلی دی اومقصد په دی کښی اثبات دعبدیت ددوی دی ددی وجی نه لفظ عِبَادَنَا، ئی ذکرکړی دی (وَالْأَبْصَارِ) مراد ترینه بصیرت قلبیه دی یعنی خاوندان دعلم او دمعرفت الٰهیه وو اوپه دی صفتونو ذکرکولو کښی لطیفه اشاره ده چه کوم خلق ددوی مخالفت کوی نودهغوی مثال داسی دی چه لاسونه او سترگی نه وی - خطیب شربینی وئیلی دی دا دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام دگناهونونه پاک دی ځکه چه په مطلق اصطفاء سره د مطلق خیریة نه دلالت کوی په عصمت باندی -