صٓ ۴۴

وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ

او اونیسه په لاس خپل کښی جارو نو اُوهه په هغی (بی بی خپله) او قسم مه ماتوه یقیناً موندلی وؤ مونږ دی صبرناک ښه بنده وؤ یقیناً دی ورگرځیدونکی وؤ اللّه تعالٰی ته -

دا تدبیر دی دپاره دبچ کیدلو ایوب علیه السلام لره دقسم د ماتولونه چه هغه قسم کړی وؤ چه زه دا ښځه سل دری وهم او ددی ښځی د وهلو په سبب کښی ډیر اقوال دی اصل په کښی دادی چه ابلیس دیته ممثل شو په شکل دیو طبیب ئی ورته اوئیل چه زه به ستا دمرض علاج اوکړم اوهیڅ اجرت نه غواړم سیوا ددی نه چه هغه به یو پسکوری زما په تقرب سره ذبح کړی یا ته به اوائی چه دا شفا ورلره تا ورکړی ده دهغی بی بی په دی باندی فکر رانغی چه دا څوک دی او څه ئی اوئیل خو هغه خبره ئی ایوب علیه السلام ته اورسوله هغه ډیرغصه شو اوئیل ئی زه به تا سل دری اوهم - لیکن هرکله چه دهغی ښځی په دی خبره باندی عقیده او عمل نه وو کړی صرف ایوب علیه السلام ته ئی را اورسوله نوهغه مجرمه نه وه نودهغی وهل په سل درو سره ظلم جوړیدو اوکه بالکل ئی وهل دهغی منع کړی وی نو ایوب علیه السلام په قسم کښی حانث کیدلو نو اللّه تعالٰی داسی تدبیر او مخرج هغه ته اوخایو چه په هغی سره ښځه د ظلم نه بچ شی او ایوب علیه السلام به دقسم ماتولو نه بچ شی (ضِغْثًا) هغه جاروته وئیل کیږی چه په هغی سل کنړکی وی یاهغه څانگی ته وئیلی کیږی چه مشتمله وی په سلو وړو څانگو باندی -
فائده: ایوب علیه السلام ته چه کومه طریقه اوخودلی شوه دی ته په شرع کښی مخرج وئیلی کیږی حیله وئیل ورته مناسب نه دی ځکه چه هیله اگرچه په لغت کښی مطلق تدبیر خفی ته وئیل کیږی لیکن اکثر استعمال ددی په هغه طریقه سره دی چه په هغه کښی خباثت وی او دا ذکرکړی دی راغب په مفردات القرآن کښی بیا په دی طریقه کښی دعلماؤ اختلاف دی دمجاهد او عطاء‌ نه نقل دی چه داپه ایوب علیه السلام پوری خاص ده اوبعضووئیلی دی چه دا رخصت باقی دی په حدود او ایمان (قسم) کښی زمونږ په شریعت کښی ځکه چه حدیث د مخدج (ناقص الخلقة) چه زنائی کړی وه او غیرمحصن وؤ نو نبی ﷺ دهغه د وهلو دپاره داسی طریقه خودلی وه او ایمان ئی په دی باندی قیاس کړی دی او اصح داده چه په حدود کښی په وخت د ضرورت کښی جائزده دوجی دحدیث نه اوپه ایمان کښی دا طریقه جائزنه ده ځکه چه دلیل شرعی نیشته اوبله دا چه کفاره زمونږ په شریعت کښی شته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل