ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ
اووهه ځمکه په خپله خپه باندی دا ځای دلامبو دی یخ او اوبه دڅکلو دی -
دا استجابت ددعا د هغه دی او طریقه دعلاج ده د اللّه تعالٰی دطرف نه (ارْكُضْ بِرِجْلِكَ) رکض په پونده او خپه باندی یو شی وهل دی - او تفسیر قرطبی کښی سخت رد ئی کړی دی په هغه متصوفه گمراهانو چه ددی لفظ نه استدلال کوی چه گډا کول جائزدی او دا عین تحرف معنوی دی او مونږپه تفسیر د لاتمش فی الارض مرحا کښی ددی تردید ذکرکړی دی (هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ) دا طریق دعلاج دبدن ده چه په غسل سره به ظاهری مرضونه زائل شی اوپه څکلو سره به د باطن مرضونه زائل شی -