وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ
او یاد کړه بنده زمونږ ایوب علیه السلام چه آواز ئی ورکړو رب خپل ته بیشکه زه چه یم رسولی دی ماته شیطان په مرض او تکلیف سره -
دا دریمه قصه ده د داؤد علیه السلام ابتلاء په باره د شرعی فیصلو کښی وه او د سلیمان علیه السلام اتبلاء په باره د محبت جهاد کښی وه او د ایوب علیه السلام ابتلاء په نفس دده کښی وه یعنی په بدن او مال کښی - او اول دواړه بادشاهان او عابدان وؤ او ایوب علیه السلام سرمایه دار او عابد وؤ - اوهرکله چه مقصد په ابتلاء کښی اثبات دعبدیت دی ددی وجی نه دهغه صفت ئی ذکرکړو په عَبْدَنَا، سره اوتفسیر دعبدیت يی ذکرکړی په دی قول سره (إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ) دقتاده قول دی چه شربینی نقل کړی دی چه نُصبٍ مرضونه بدنی دی - اوعذاب مصبتونه خارجی د هلاکت د اهل او د مال دی - شیطان په نسبت کولو کښی صحیح قول دادی چه افعال دخیر اوشر د ایمان او کفر طاعت او معصیت ټول په خلق د اللّه تعالٰی سره دی لیکن ادب دادی چه دشر نسبت اللّه تعالٰی ته نه دی په کار او شیطان ته د نسبت وجه داده چه په تکالیفو او مصیبتونو د صالحینو سره شیطان خوشحالیږی او سبب گرځی دهغه د وسوسو لکه چه نسیان نسبت یوشع علیه السلام شیطان ته کړی دی -