وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّلْ لَنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ الْحِسَابِ
او دوی وائی ای ربه ځمونږه زر راکړه مونږ له برخه ځمونږ مخکښی دورځی حساب نه -
داهم زجردی په استهزاء کولو ددوی په قیامت پوری (قِطَّنَا) قِطَّ ټکړی دڅیزته وئیلی کیدی شی یعنی برخه او کتاب او روزئ وغیره ته شامل دی یعنی دوی وئیل چه حصه دنعمتونو دجنت مونږله په دنیا کښی راکړه یا حصه دعذاب ځمونږ په دنیا کښی راکړه یا عملنامه ځمونږ په دنیا کښی راکړه اودا ټول په طریقه دا استهزاء سره به دوی وئیل -