وَمَا يَنْظُرُ هَؤُلَاءِ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ
او انتظار نه کوی دا خلق مگر دچغی یوی چه نیشته هغی لره هیڅ ایساریدل -
دا تخویف اخروی ذکر کوی روستو دتخویف دنیوی نه اوپه دی کښی زجرهم دی په انکار دقیامت سره (صَيْحَةً وَاحِدَةً) مراد ترینه اوله شپیلئ وهل دی دپاره دفنا دعالم (فَوَاقٍ) په اصل کښی دادی چه اوښه یا غوا لنگه یوځل اولشی بیاورته بچی پریږدی دپاره ددی چه نور پئ را پریږدی نو دوباره ئی اولشی نومراد دادی چه دا شپیلئ چه شروع شی نوپه مینځ کښی به وقفه او دمه کول نه وی بلکه اوگده او ممتده به وی یامراد دادی چه دا شپیلئ چه شروع شی نوپه مینځ کښی وقفه او دمه کول نه وی بلکه اوگده او ممتده به وی یا مراد دادی چه دوی له به مهلت نشی ورکیدلی په مقدار دفواق سره -