صٓ ۱۲

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ

تکذیب کړی وؤ مخکښی ددوی نه قوم دنوح علیه السلام او عادیانو او فرعون میخونو والا -

دا تخویف دنیوی دی په ذکردقومنو تیرشوؤ سره دی چه هغوی تکذیب کړی وو د مسئلی دتوحید نه په شان موجوده کسانو اولکه چه هغه قومونه خپلو مرادونو ته نه وو رسیدلی نودا موجوده هم نشی رسیدلی او لکه چه هغه قومونه خپلو مرادونو ته نه وو رسیدلی نودا موجوده هم نشی رسیدلی اولکه چه هغوی په مختلفو عذابونو سره هلاک کړی شول نودوی به هم په یوعذاب سره هلاک کړی شی اودوی خپل خپل مختلف قوتونه دپیغمبرانو په خلاف کښی استعمال کړی وو لیکن هیڅ مقصد ته اونه رسیدل (ذُو الْأَوْتَادِ) دفرعون ډیر ظلم ته اشاره ده چه چالره به ئی سزا ورکوله بیا خاص مؤحدینوته نوپه لاسونو او خپو باندی ئی ورلره میخونه ټک وهل اوقوت دباشاهئ ته هم اشاره ده ځکه چه د میخونو خاوند وئیلی کیږی مضبوط او محکم ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل