جُنْدٌ مَا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزَابِ
ددوی لښکردی لږ دغه وخت به ورکړی شی شکست دوی د جنس دعنادیانو د ډلو نه دی -
په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په اهلاک دقریش مکه سره یعنی زر ده چه دوی به په دغه ځای کښی (چه مکه ده) چه دوی په هغی کښی انکارکوی شکست خورده شی نوددوی په دی انکاری خبرو باندی پروا مه کوه (مِنَ الْأَحْزَابِ) یعنی دجنس دهغه چانه دی چه د انبیاء علیهم السلام په مخالفت کښی به ئی ډله بازی اوتعصب کوؤ -