الصافات ۱۱۴

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ

اویقیناً احسان کړی وؤ مونږ په موسیٰ علیه السلام او هارون علیه السلام باندی -

دا دریمه قصه ده په دی کښی ذکرکوی احتیاج د موسیٰ او هارون علیهما السلام په ټولو نعمتونو او کمالاتو کښی اللّه تعالٰی ته - اول احسان دنبوت دوهم نجات دغرق نه دریم نصرت او غلبه څلورم کتاب اللّه پنځم هدایت دصراط مستقیم شپږم ثناءِ حسن او سلامتیا اووم جزاء د احسان او اخلاص اوپه اخرکښی ذکردی عبدیت خاصه ددی دواړو ، نودادلیل دی چه دوی شفعاء‌ شرکیه (الٰهه) نشی کیدلی (الْمُسْتَبِينَ) چه پوره نورپه کښی وی او جامع وی د علومو او حکمتونو نه اوهغه تورات وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل