الصافات ۱۱۳

وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ

اوبرکتونه واچول په هغه باندی او په اسحاق علیه السلام او د اولاد د دواړونه څوک ښائسته عمل والا دی اوڅوک ظلم کوی په خپل ځان باندی ښکاره -

اشاره ده چه دوی برکاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - دبرکت نه روستو چه علٰی راشی نو دلالت کوی چه اثر ددی برکاتو په ظاهرکښی هم دی لکه چه باطن کښی دی او فیه چه راشی نودلالت کوی په برکاتو باطنیوباندی (وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا) یعنی ددوی اولاد دوه ډلی دی مؤحدین اوغیرمؤحدین اوپه دی کښی اشاره ده چه پیدا کیدل دپیغمبرانو دپلار دپاره سبب دنجات نه دی کله چه هغه ظالم او مشرک وی اودارنگ مشرک او ظالم کیدل داولاد پلارته نقصان نه رسوی کله چه هغه په خپله صالح وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل