فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ
نو هرکله چه غاړه کیخودله دواړو حکم د اللّه تعالٰی ته او څملوئ هغه لره په اړخ دسرباندی -
(أَسْلَمَا) دواړه حکم د اللّه تعالٰی ته تابع شول یعنی ابراهیم علیه السلام اسباب دذبح کولو تیارکړل او اسماعیل علیه السلام مذبوحیت دپاره تیارشو (لِلْجَبِينِ) جبین دتندی دواړه طرفونو ته وئیل کیږی او جبهه تندی ته وئیلی کیږی یعنی په اړخ باندی واچوؤ لکه چه د ذبح کولو دپاره عامه طریقه ده -