الصافات ۱۰۲

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ

نوهرکله چه اورسیدلو دهغه سره کارکولو ته اوئیل هغه ای ځویه ځما یقیناً زه وینم په خوب کښی چه ذبح کوؤم تا نوسوچ اوکړه چه څه رائ لری هغه اوئیل ای پلاره ځما اوکړه هغه چه تاته څه حکم کیدی شی زر ده اوبه مومی ته مالره که چیری اللّه تعالٰی اوغواړی دصبرناکونه -

ددی آیت نه د بلی ابتلاء‌ د ابراهیم علیه السلام واقعه ذکرکوی (السَّعْيَ) یعنی داسی عمر ته اورسیدلو چه دپلار سره کاروبار ئی کولی شو او عبادت ئی هم کولی شو اوپه داسی عمرکښی داولاد دمرگ د ډیرغم سبب وی (أَرَى فِي الْمَنَامِ) دا دلیل دی چه رویا د انبیاء‌ علیهم السلام قطعی وحی ده چه په هغی باندی عمل کول فرض دی - (بحث دذبیح) اختلاف دی د اهل علمو چه ذبیح اسماعیل علیه السلام دی اوکه اسحاق علیه السلام دی په دی کښی دری قولونه دی (۱) اول قول دتوقف دی زجاج وغیره د دلیلونو دتعارض دوجی نه په دی کښی توقف کړی دی (۲) دوهم قول داچه اسحاق علیه السلام دی اودا روایت دی د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه اوابن عباس رضی اللّه عنه او علی بن ابی طالب رضی اللّه عنه او دعباس رضی اللّه عنه او دعکرمه رضی اللّه عنه اوسعید بن جبیر رحمة اللّٰه علیه او مجاهد او شعبی وغیرهم نه، او دا غوره کړی دی ابن جریراوقرطبی - مفسرابن کثیر فرمائیلی دی چه دغه اقوال په اصل کښی نقل دی د کعب الاحبارنه دهغه نه به صحابه کرامو اوتابعینو نقل کوؤ د روایات اسرائیلو او امام بخاری ذکرکړی دی چه دده په روایتونو کښی اکثر دروغ وؤ (۳) دریم قول دادی چه ذبیح اسماعیل علیه السلام دی او دا قول دی د عبداللّه بن عمر رضی اللّه عنهما او ابی هریره رضی اللّه عنه او علی رضی اللّه عنه او ابوالطفیل او سعید بن مسیب وغیرهم دی او اکثرمفسرینو محدثینو دا قول صحیح گرځولی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل