فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ
نو نظر ئی اوکړو یو نظر په ستورو کښی -
مراد دادی چه په رد دشرک دهغوی کښی استدلال اوکړو یوځل استدلال د ستورونه او تفصیل د هغی په سورة انعام (۷۶) کښی تیرشوی دی - بیائی اوئیل زه بیماریم یعنی زړه می خفه دی ستاسو دشرک دوجی نه یا مراد دادی چه دوی ورته دعوت ورکړو چه زمونږد الٰهؤ عرس دی مونږ سره لاړ شه چه زمونږ اثرقبول کړی نوهغه ددوی دخبرو او د کارونو په مختلفو حصوکښی فکراوچولوؤ دپاره ددی چه ځآن ترینه په څه بهانه سره پاتی کړی نو اوئیل ئی چه إِنِّي سَقِيمٌ - یا مراد دادی چه ستورو ته ئی وکتل په اراده ددی چه د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی دی لیکن دوی خیال اوکړو چه ابراهیم ځمونږ په طریقی سره ستورو ته کتلی دی - بناپه روستو توجیه سره داتوریه عملی ده او إِنِّي سَقِيمٌ توریه قولی ده -