فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ
نو څه گمان دی ستاسو په رب دعالمینوباندی -
زجردی په شرک باندی بی دلیله په دی کښی توجیهات دی اوله داده آیا تاسو گمان کوئ چه اللّه تعالٰی دی عاجز مخلوق لره دځان سره شریک کړی دی - دوهمه توجیه داده آیاتاسو گمان کوئ چه اللّه تعالٰی دجنس د مخلوق نه دی چه تاسودهغه تشبیه ورکوئ دمخلوق سره - دریمه توجیه په طریقه د تخویف سره یعنی تاسو په اللّه تعالٰی باندی څه گمان کوئ چه په حالت د شرک کښی مړه شئ اوهغه ته به پیش شئ -