إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ
یقیناً مونږ به ژوندی کوو مړی اولیکو هغه عملونه چه دوی مخکښی لیږلی دی او روستو کارونه ددوی اوهر څیز راگیرکړی دی مونږ په کتاب ښکاره کښی -
په دی کښی وخت داجر ذکرکوی چه هغه حیات بعدالموت دی اودا دلیل عقلی دی دپاره دتوحید (إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى) معنیٰ ظاهری مراد ده دپاره داثبات دقیامت اود ضحاک او حسن نه نقل دی چه په دی سره ایمان بعدالکفر مراد دی (وَنَكْتُبُ) دا کتابت د احیابعدالموت نه مخکښی دی ددی کتابت نه مراد کتابت د کراماً کاتبین دی چه هغوی اعمال په خپلو صیحفو کښی لیکلی یا دکتابت نه مراد تقدیر کښی لیکل دی اومضارع په معنیٰ د ماضی ده (مَا قَدَّمُوا) په اول معنیٰ سره مراد ددی نه هغه عملونه دی چه انسان کړی وی - نوآخرت ته ئی وړاندی لیږلی دی اوپه دوهمه معنیٰ سره ما قدمو او اخرو مراد دی یعنی ټول اعمال مراد دی (وَآثَارَهُمْ) مراد ددی نه قدمونه اخستل دی مسجد ته دعبادت دپاره یا بد عملونه دی چه انسان ئی روستو دخلقو دپاره پریږدی او روستو خلق په هغی باندی عمل کوی تفسیرقرطبی دهغی دا مثالونه وئیلی دی، علم چه دهغی تدریس ئی کړی وی یائی کتاب تصنیف کړی وی یائی وقف کړی وی - یامسجد مسافرخانه، پل وغیره ئی جوړ کړی وی دا نیک عملونه دی اوبدو عملونو مثالونه دادی ټیکسونه چه بعضی ظالمانو بادشاهانو په مسلمانانو مقررکړی وی اولاری چه په هغی کښی مسلمانانوته نقصان ورکړی وی یاهغه غزل خوانی او دلوبو کارونه چه په هغی سره د اللّه تعالٰی دلاری نه خلق منع کیږی اودارنگ هره طریقه ښائسته یعنی سنت جاری کول یا ناکاره طریقه لکه بدعات ایجاد کول او جاری کول (إِمَامٍ) هرهغه څیزته وئیلی کیږی چه په هغی پسی اقتداء کیږی ددی وجی نه ئی تورات ته هم امام وئیلی دی په سورة هود (۱۷) کښی اوهرکله چه روستو ټول کارونه دتقدیر (دلوح محفوظ) تابع دی نوددی وجی نه هغی ته امام اووئیلی شو -