يٰسٓ ۱۱

إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ

یقیناً ویره ورکوی ته (فائده ناکه) هغه چاته چه تابعداری کوی دنصیحت او ویره کوی درحمان نه په حال د نه لیدلو کښی نوزیری ورکړه ده لره په بخنه او ثواب عزت مند -

هرکله چه معلومه شوه چه ضدیان عنادیانوته انذار فائده نه ورکوی نو سوال راغی چه د انذار ورکولو څه فائده ده؟ حاصل دجواب دادی چه انابت والوته فائده ورکوی (كَرِيمٍ) ددنیا په اجرت کښی ذلت محسوس کیږی اود آخرت اجرکښی کرامت اوعزت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل