يٰسٓ ۹

وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

او جوړوؤ به مونږ ددوی مخی ته دیوال او ددوی روستوته دیوال نوراگیربه کړو دوی لره نودوی به هیڅ نه وینی -

په دی آیت کښی هم هغه دری توجیهات دی اوله توجیه داده چه کافرانو د رسول اللّٰه ﷺ د ویشتلو اراده اوکړه نو اللّه تعالٰی په دیوالونو کښی راگیرکړل نودا معجزانه حجت پری قائم شو لیکن بیاهم ایمان نه راوړی - دوهمه توجیه داده چه دابه په جهنم کښی ددوی حال وی توتخویف اخروی دی - دریمه توجیه داده چه داتمثیل دی اوذکرددریم مانع دی دهدایت نه یعنی لکه چه دیو انسان مخی او روستو ته دیوال وی نومخکښی اوروستو نشی تللی اوسترگی ئی هم بندوی - دارنگ ددوی قیامت باره کښی دیوال دشبهاتودی اوددنیا په باره کښی دیوال دشهواتو دی نودحق نه ړانده دی اودهدایت نه محروم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل