إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ
یقیناً اچوو مونږ ددوی په څټونو کښی طوقونه نو هغه به ترزنی پوری وی نوسرونه ددوی به پورته کړی شوی وی -
په دی آیت کښی دری توجیهات دی اوله توجیه عامو مفسرینو واقعه دابوجهل او دنورو کافرانو لیکلی ده چه د رسول اللّٰه ﷺ دوهلو او دمانځه او دعوت نه منع کولو کوشش ئی کولو نولاسونه ئی د ستونو سره اونختل - دوهمه توجیه داده چه دابه په قیامت کښی ددی کافرانو حال دعذاب وی نو دا تخویف اخروی شو، دریمه توجیه داده چه دا تمثیل دی دمانع ددوی دایمان راوړلو نه اودوهم جواب او وجه داده ددوی دایمان نه راوړلو یعنی اغلال په سټونو کښی کنایه ده دتقلید د مشرانو گمراهانونه بغیر ددلیل نه لکه چه پلن طوق دیو انسان څټ ته پروت وی نوسرئی اوچت وی اولاری ته کتلی نشی نوټکری وهی اوکله په کنده کښی غورځیږی نودارنگ دوی دمشرانو دتقلید شرکی په وجه سره د هدایت نه محرومه دی -