بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يس
یاسین -
ددی سورة نومونه دادی - سورة قلب القرآن، سورة لمعمّه
سورة المدافعه، سورة القاضیه، سورة العزیزة او سورة العظيمة
ربط:ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی درد دشفاعة شرکیة دپاره عقلی دلیلونه وؤ په دی سورة کښی دلیل نقلی ذکرکوی، دوهمه وجه داده چه دهغه سورة په آخرکښی تخویف دنیوی ذکر وؤ نوپه دی سورة کښی دتخویف دنیوی یو نمونه ذکرکوی، دریمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی مسأه ثابت شوه په دلیلونوسره نوپه دی سورة کښی تشجیع ورکوی دپه دعوت باندی اودهغی طریقه هم ذکرکوی -
اثبات دصدق درسول دی عموماً اوپه رد شفاعت شرکیه سره خصوصاً دا دعویٰ په آیت (۳) کښی ده اومقصد ددعوی عموماً په (۶) او ددعوی خصوصاً په (۷۵،۴۳،۲۳) کښی دی -
په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۳۱) پوری دی په دی کښی شهادت دقرآن ذکرکوی په دعویٰ باندی اومقصد ددعوی ذکرکړی دی اوزجراو تخویف دی په څلورو آیاتونو کښی بیا بشارت او دلیل عقلی مختصر دپاره داثبات دتوحید اوقیامت ذکرکوی - بیا دلیل نقلی تفصیلی دی -
( یٰسٓ) داد مقطعاتو نه دی لویه فائده په دی کښی تنبیه ده په اعجاز دقرآن کریم باندی او دبعضو نه نقل دی چه دا په معنیٰ د یاسیّدالبشردی لیکن دا مشهوره ده چه دا نوم د نبی ﷺ دی نوداپه صحیح روایت سره ثابت نه ده کوم روایت چه قرطبی او ماوردی راوړی دی بی سنده اوضعیف دی -