وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا
اوکه چیری نیولی اللّه تعالٰی خلقو لره په وجه دهغه کارونو چه دوی کړی دی نه به ئی وؤ پریخودلی په شا دځمکه باندی هیڅ زنده سر لیکن روستو کوی دوی لره ترنیټی مقرر پوری نوکله چه راشی نیټه ددوی پس یقیناً اللّه تعالٰی دی بندگانو لره لیدونکی -
دا هم داخل دی په تخویف دنیوی کښی اوهرکله چه منکرینو عذاب په تادئ سره طلب کوؤ نو په دی آیت کښی دهغی جواب دی (النَّاسَ) ددی نه مراد گناه گار انسانان دی که مؤمنان وی اوکه مشرکان وی (بِمَا كَسَبُوا) یعنی په ټولو گناهونو ددوی چه یو هم ورته نه معاف کوی - او ټول ددی وجی نه مراد دی چه په بعضی گناهونو سره په دنیا کښی بعضی عذابونه راځی لکه په سورة روم (۴۱) کښی تیرشوی دی - (مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا) انسانان چه دځمکی په کوم طرف باندی سکونت کوی نوددی مثال دمرکوبی (سورلی) دی چه دهغی په شاباندی سورلی کیږی نودی ته ئی ددی وجی نه ظَهْرِهَا اوئیل -