فاطر ۳۳

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ

باغونه دهمیش والی چه داخلیږی به هغی ته کالی به اچولی کیږی دوی ته د بنگړو دسروزرونه او ملغلری اوجامی ددوی په هغی کښی ریښم دی -

په دی آیاتونو کښی بشارت دی دری واړه اقساموته په بیان دلس حالاتو د خوشحالئ سره - (أَسَاوِرَ) په دی تخصیص کښی اشاره ده چه دوی به دکارکولو نه فارغ وی ځکه چه په لاسونو کښی کالی دهغه چا وی چه په خپله هیڅ خدمت او کار نه کوی (الْحَزَنَ) مراد ددی نه ټول غمونه ددنیا او د آخرت دی - غم د اوردجهنم، غم دمرگ، دگناهونوغم، دحساب غم، دمیزان غم، دزوال دنعمتونوغم، دروزئ غم د عاقبت (نَصَبٌ) ستړی کیدل دبدن په محنت یاپه مرض وغیره (لُغُوبٌ) ستړی کیدل د نفس په غمونواو تکلیفونو سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل