فاطر ۳۲

ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ

بیا ورکړو مونږ کتاب هغه کسانوته چه غوره کړی دی مونږ دبندگانو خپلونه نوبعضی ددوی نه ظلم کوؤنکی دی په ځان خپل باندی اوبعضی ددوی نه میانه روه دی اوبعضی ددوی نه وړاندی کیږی په ښه کارونو سره په توفیق د اللّه تعالٰی سره دا چه دی فضل ډیر لوی دی -

په دی آیت کښی د اصحاب قرآن دری درجی ذکرکوی اوهغوی ته بشارت دی (الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا) صحابه کرام دی او روستو دهغوی تابعداران - اومراد د (ظَالِمٌ) نه هغه مؤمن دی چه گناهونه ئی ډیر دی دنیک اعمالونه او (لِنَفْسِهِ) کښی اشاره ده چه دظلم دده بل چاته متعدی نه دی یعنی بل څوک گمراهی ته نه رابلی او (مُقْتَصِدٌ) نه مراد هغه دی چه گناهونه او طاعتونه ئی برابر دی او (سَابِقٌ) هغه دی چه گناهونه نه ئی لږ وی په نسبت دطاعاتو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل