إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ
یقیناً هغه کسان چه لولی کتاب د اللّه تعالٰی اوپابندی کوی د مونځ اوخرچ کوی دهغی نه چه ورکړی دی مونږ دوی ته پټ اوښکاره امید لری دسوداگرئ چه نه بیکاره کیږی -
هرکله چه مخکښی خشیت والا ذکرکړل چه دا علماء دی نوپه دی آیت کښی دهغوی کردار او بشارت ذکرکوی (يَتْلُونَ) مراد ددی نه دوام دتلاوت اودرس تدریس دآیاتونودی سره دعلم او عمل کولونه -
فائده: خشیت عبادت قلبیه دی اوتلاوت عبادت لسانیه دی او اقامة الصلٰوة عبادت بدنیه دی اوانفاق عبادت مالیه دی -