وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ
او دانسانانو او زنده سرو اوڅاروؤ مختلف دی رنگونه د هغوی دغه شان یقیناً ویریږی د اللّه تعالٰی نه دبندگانو دهغه نه عالمان یقیناً اللّه تعالٰی زورآور او بخنه کوؤنکی دی -
دا یوولسم دلیل عقلی دی په دی کښی اختلاف د اهل روح ذکرکوی په رنگونوکښی (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) دا متعلق د انماتنذرالذین یخشون ربهم سره دی یعنی هرکله چه مثالونه او دلیلونه بیان شول نوسوال پیداشوچه ددی اثرقبلوؤنکی څوک دی؟ نوپه دی جمله کښی دهغی جواب دی چه دتاثیر دقرآن دپاره علم ضروری دی یعنی خشیت موقوف دی په معرفت دقدر اودشان د مخشیٰ (هغه څوک چه دهغه ویره کیدی شی) پوری نبی ﷺ فرمائیلی دی انی لاعلمکم باللّه واخشاکم لهُ -اومعرفت دقدراوشان په علم سره دی نوڅوک چه د اللّه تعالٰی شان، قدر، اسماء او صفتونه نه پیژنی نوهغه د اللّه تعالٰی نه نه ویریږی اگرچه په خولی باندی دعوی دایمان کوی - دا آیت صریح دلیل دی په فضیلت دعلم باندی دهغه عبادت نه چه بغیر دعلم نه وی -