فاطر ۱۹

وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ

اوبرابر نه دی ړوند اولیدونکی -

داعلت دی دپاره دتخصیص دانذار په خشیت والوپوری یعنی خشیت والوته انذارفائده ورکوی اونورو ته فائده نه ورکوی ځکه چه ددوی په حالاتوکښی ډیرفرق دی - اودا مثالونه دپاره داثبات دفرق په مینځ دمؤحد (خشیت کوؤنکی) اوضد عنادی کښی دی - اول مثال چه داعنادی په شان د ړوند دی اومؤحد په شان دبینا دی لکه چه ددی دواړو په مینځ کښی په لیدلو درنړا و تیارو اوپه لیدلو دمضراتو اومفید څیزونو اوصحیح لار او غلطه لار وغیره کښی فرق دی نودارنگ دمؤحداومشرک په مینځ کښی هم په دغه امورو کښی فرق دی - دوهم مثال یعنی کفراوشرک اودهغی دلیلونه په شان دظلماتودی اوتوحید اوایمان اودهغی دلیلونه په شان دنوردی - دریم مثال یعنی دتوحید او ایمان نتیجه اوعوض په دنیا اوآخرت کښی آرام دی اوهغه په شان دسوری دی اودکفراوشرک عاقبت په دنیا اوآخرت کښی عذاب او سخت ژوند دی اوهغه په شان د حرور (سخته گرمئ) دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل