فاطر ۱۸

وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَإِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَى حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى إِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَمَنْ تَزَكَّى فَإِنَّمَا يَتَزَكَّى لِنَفْسِهِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ

اونه شی پورته کولی یو پيټی والا پیټی (دگناهونو) دبل چا اوکه چیری آواز ورکړی یو درون باری خپل بارته نونشی پورته کیدی دهغه نه هیڅ څیز اگرچه خپلولی والاوی یقیناً ستا ویره اثرکوی په هغه کسانو باندی چه ویریږی درب خپل نه په حالت دنه لیدلو کښی اوپابندی کوی دمونځ اوچاچه ځان پاک کړو نویقیناً پاکول دی دپاره دفائدی دځان خپل اوخاص اللّه تعالٰی ته گرځیدل دی -

روستو ددلیلونو دتوحید اود رد شرک نه تخویف دی یعنی لکه چه مشرک حاجت روائي په دنیا کښی معبودان من دون اللّه نشی کولی نودارنگ په آخرت کښی هم دده پیټی دگناه هغه مشرکان پیران وغیره نشی پورته کولی چاچه ده ته شرک خودلی (وَإِنْ تَدْعُ) په دی جمله کښی مطلب دادی چه په طلب او منت زارئ‌ سره هم مشرپیټی بل څوک نشی پورته کولی (إِنَّمَا تُنْذِرُ) تسلی ده نبی ﷺ ته یعنی دگناه (وزر) نه بچ کیدلو دپاره بله لار نیشته سیوا دانذارنه - دارنگ هرکله چه دلیلونه تفصیلاً‌بیان شول خولیکن مشرکانوضدیانو ته فائده نه ورکوی نو نبی ﷺ ته ئی تسلی ورکړه چه ستا انذار خشیت والوته فائده ورکوی - اودخشیت ظاهری نښه اقامة الصلاة دی نو (أَقَامُوا الصَّلَاةَ) ئی ددی وجی نه ذکرکړو (وَمَنْ تَزَكَّى) داد انذار فائده ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل