فاطر ۱۵

يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ

ای خلقو تاسو ټول محتاج ئی اللّه تعالٰی ته او اللّه تعالٰی خاص هغه بی حاجته ستائیلی شوی دی -

ددی آیت نه تر (۳۸) پوری دوهم باب دی په دی کښی دوه عقلی دلیلونه دی بیا تخویف اخروی بیا مثالونه بیا تسلی نبی ﷺ ته بیا تفصیلی بشارت او تخویف دی - په دی (۱۵) کښی نهم عقلی دلیل دی (الْفُقَرَاءُ) معرفه دلالت کوی په کامل فقرباندی په هرڅیزاو په هرحالت کښی که نبی وی یا ولی یا مالدار وی یا مسکین وغیره (الْغَنِيُّ) دائی هم معرف ذکرکړی ده ځکه چه مراد ترینه کامله غِنا ده چه هغه عدم احتیاج دی اوانسان که ډیرمالداروی نوهم محتاج وی (الْحَمِيدُ) دا صفت ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه یو انسان چه دخلقو نه ځان بی پرواه کړی نودهغه بدی وئیلی کیږی اود اللّه تعالٰی سرهٔ د غنا کامل نه حمد وئیلی کیږی ځکه چه مخلوق لره نعمتونه اوفائدی ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل