يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ
ای خلقو یادکړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسوباندی آیا شته دی پیداکوؤنکی سیوا د اللّه تعالٰی نه چه روزی درکړی تاسولره دآسمان اوځمکی نه نیشته حق دارد بندگئ سیواد هغه نه نوڅه رنگی اړولی کیدی شئ تاسودتوحید نه -
دا دریم دلیل عقلی دی اوپه دی کښی خطاب عام دی یعنی نورنعمتونه د اللّه تعالٰی بی شماره دی په زړه او په ژبی سره ئی یادکړئ یعنی د اللّه تعالٰی دطرف نه ئی اوگنړئ اوهغه ته ئی نسبت کوئ (هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ) داپه مینځ کښی جواب دسوال دی یعنی که څوک وهم اوکړی چه نعمتونه موراوپلار او نورسخیان خلق هم ورکوی نوحاصل دجواب دادی چه هغوی ددی نعمتونوپیدا کؤونکی نه دی نونعمت دهغوی دطرف نه نه دی (لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) دانتیجه دتیرشوی دلیلونو ده -