مَا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِنْ بَعْدِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
هغه چه پرانزی اللّه تعالٰی خلقو لره څه رحمت نونیشته بندوؤنکی دهغی اوهغه چه بند کړی نونیشته ازادوؤنکی دهغی روستو دبندلو دهغه نه او اللّه تعالٰی زورآور او حکمت والا دی -
دادوهم دلیل عقلی دی - روستو دخلق داعیانو نه ذکردحالاتو دوسعت اودتکلیف دی (رَحْمَةٍ) دا لفظ وسعت درزق اوصحت دعافیت اوخوشحالئ اوبارانونه اوهرقسم نعمت دنیویه اونعمت دینیه ته شامل دی - اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی -