سبأ ۵۴

وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُرِيبٍ

او پرده راشی په مینځ ددوی اودهغه څیزکښی چه دوی غوښتلو لکه چه کاراوکړی شو ددوی ملگروسره دمخکښی نه یقیناً دوی وؤ په شک کښی چه پوخ شک دی -

داهم تخویف کښی داخل دی یعنی په وخت دعذاب دنیا اوآخرت کښی ددوی تمناگانی به بی فائدی شی یوتمنادا چه په وخت دعذاب کښی به آمنّا اوایو نو نجات به حاصل شی بله داچه جنت به حاصل کړو یاداچه دنیا ته به واپس اوگرځولی شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل