سبأ ۵۳

وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ

اوحال داچه دوی کفرکړی دی په دی باندی ددی نه مخکښی اوویشتلی دوی دتوک خبری دځای لری نه -

داد مخکښی آیت دپاره وجه ذکرکوی یعنی ددوی ایمان اوس نه قبلیږی چه دوی مخکښی کفرکوؤ اوهیڅ دلیل ورسره نه وؤ (وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ) داکنایه ده دتوک او اټکل (بی دلیله) فتوؤ او حکمونونه په باره دقرآن اورسول اوقیامت کښی (مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ) داهم کنایه ده چه دبی دلیله حکمونو مثال داسی دی لکه چه د لری ځائ نه په یوڅیزباندی دغشویا گولو گذارونه کوی او ورته نه ښکاریږی نوبعید کنایه ده دغائب نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل