قُلْ إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَى نَفْسِي وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ
ته اوایه که چیری زه بی لاری یم نویقیناً بی لاری کیږم وبال به ځما په ځان باندی وی اوکه چیری زه هدایت والا یم نوپه دی سره چه وحی کړی ده ماته رب ځما یقیناً هغه هرڅه اوری نزدی دی -
دابله طریقه ددعوت او تعلیم ده یعنی منکرین وائی چه تادین دمشرانو ته باطل اوئیلو نومعلومه شوه چه ته گمراه ئی؟ حاصل دجواب دادی چه بالفرض که زه گمراه یم نوپه تاسو باندی دهغی څه وبال نیشته لیکن بل طرف ته هم غوراوکړئ که زه په هدایت باندی یم نوماسره حجت شته اوتاسو منکرئی نوبیا خوبه په تاسوباندی وبال او عذاب راځی -