قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ
ته اوایه حق راغی اونه شی پیدا کولی باطل (دحق په مقابله کښی) اول پیدائش اونه دوباره پیدائش کولی شی -
دابله طریقه ددعوت ده یعنی منکرین وائی چه ته ردکوی ځمونږ په طریقه اودین باندی چه ځمونږدین باطل او خپل حق گنړی نوددی رد کولو څه فائده اوشوه؟ جواب اوشو چه په دی سره حق ښکاره شو اوباطل ختم شو (یعنی نزدی ده چه دین توحید به په شرک باندی غالب شی) (وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ) دا کنایه ده دهلاکت نه یعنی باطل دحق په مقابله کښی داسی هلاک شو چه نه اوس سرښکاره کولی شی اونه به بیا سرښکاره کړی تفسیرسراج المنیرددی په تائید کښی قول دعبید ذکرکړی دی - دوهمه توجیه دحسن بصری نه نقل ده چه باطل معبود خپل عابدانوته نه په اول (دنیا) کښی نفع ورکولی شی اونه په آخرت کښی - دریمه توجیه داده چه باطل معبود نه اول پیدائش کولی شی اونه دوباره پیدا کولی شی نو دهغوی عبادت دتوحید په مقابله کښی نشی ښکاره کیدلی -