لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ
یقیناً د پاره د سباوالو په کورونو دهغوی کښی دلیلونه دتوحید باغونه وؤ دښی طرف او د گس طرف نه خورئ دروزئ د رب ستاسو نه اوشکرکوئ هغه لره داښار ستاسو دمزو نه ډک دی اورب بخنه کوؤنکی دی -
دا نمونه ده دتخویف دنیوی په حال داهل سباسره دپاره دمنکرینو روستو دجواب دشبهاتو نه اوپس ددلیل نقلی نه - اودارنگ مخکښی حال دهغه بادشاهانو ذکرشو چه شکرگذار وو اوس حال دهغه مالدارو ذکرکوی چه ناشکری کوی (لِسَبَإٍ) دانوم دمشردقبیلی وو چه هغه سبابن عبدشمس بن یشحب بن یعرب بن قحطان وؤ اودهغه نسل ته هم سبا وئیلی کیږی بعضی روایاتو کښی راغلی دی چه دسبا لس ځامن وؤ شپږپه یمن کښی آباد وو اوڅلور په شام کښی - مفسرینو وئیلی دی چه داد صنعاءالیمن نه دری فرسخه مآرب مقام وؤ (بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ) آب و هوائی صحت منده وه زهریلی حیوانات په کښی نه وؤ خوره ناکه ځمکه په کښی نه وه -