سبأ ۱۴

فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنْسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ

نوهرکله چه فیصله اوکړه مونږپه هغه باندی دمرگ خبر ورنکړو دوی ته په مرگ دهغه مگر یو چینجی دځمکی (وینه) چه خوړله ئی همسا دهغه نوهرکله چه هغه را پریوتلو ښکاره شو حال دپیریانو چه که چیری دوی پوهیدلی په غیبوباندی نونه به وؤ ایسارشوی په سخت کارونو ذلیلوؤنکو کښی -

په دی آیت کښی ذکرکوی عجز دسلیمان علیه السلام په دوه طریقو سره اول داچه په ده باندی مرگ راغلی دی دمرگ نه ئی ځان نه شو بچ کولی دوهم داچه روستو دمرگ نه هیڅ حرکت او اختیاروقدرت په کښی نه وؤ ځکه چه همسا کمزوری شوه دده د ټینگولونه نودی په ځمکه باندی را اوغورځیدلو نومعلومه شوه چه مرده گان دهیچ چا مدد او حاجت روائی نه شی کولی دځان اختیارنه لری نودبل چاسره به څه امداد اوکړی - اودارنگ په دی آیت کښی ذکرکوی حال دجناتو چه دوی هم په غیب باندی نه پوهیږی نوپه دی سره جواب ددریمی شبهی دی په باره دجناتوکښی چه دبعضو خلقو په بنی اسرائیلو اودا رنگ په دی امت کښی هم داعقیده ده چه پیریان په غیبوباندی خبردی نوپه دی آیت کښی دهغوی جواب اوشو چه دسلیمان علیه السلام دمرگ نه تریوکال پوری هم دوی خبرنه وو - بیا ددی اسباب مفسرینو دوه ذکرکړی دی - اول داچه په انسانانو کښی په هغه وخت کښی مشهوره وه چه جنات په غیب باندی پوهیږی نوسلیمان علیه السلام د خپل مرگ په وخت کښی داسی کاراوکړو اود اللّه تعالٰی نه ئی سوال هم اوکړو چه ځما مرگ ددوی نه پټ اوساتی دپاره ددی چه دخلقو د زړونو نه دا غلطه عقیده ختم شی - دوهم سبب داوؤ چه سلیمان علیه السلام د جناتوپه ذریعه سره دبیت المقدس ابادی کوله اگرچه ابادی دهغه په ژوند کښی ختم شوه لیکن دهغی د اکمال او اتمام باره کښی څه عمل دپیریانو باقی پاتی شوی وؤ نوده اللّه تعالٰی ته دعا اوکړه چه ځما مرگ د جناتو نه یوکال پوری پټ اوساتی دپاره ددی چه داکار پوره کړی ځکه چه هغوی د سلیمان علیه السلام دویری نه کارونه کول اود نسائي دحدیث صحیح نه معلومیږی چه سلیمان علیه السلام آبادئ د مسجد نه فارغ شوی وو لیکن دهغی متعلق څه اعمال باقی پاتی وو - اورقرطبی نقل کړی دی چه صحیح سندونوسره ثابت ده چه سلیمان علیه السلام تریوکال پوری په همسا باندی ولاړوؤ (تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ) یو معنیٰ دا ده چه پیریانوته خپل حال ښکاره شو چه دوی علم غیب نه لری دوهمه معنیٰ داچه چه انسانانوته ښکاره شوه په باره دپیریانو کښی چه دوی په غیب باندی نه پوهیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل