الأحزاب ۷۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا

ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او وائی وینا برابر (دشرع سره) -

دا آخری خطاب دی مؤمنانو ته په تقویٰ سره لکه چه اول خطاب د نبی ﷺ دسورة په اول کښی په تقویٰ سره وؤ - اوتقویٰ جامع لفظ دی هغه احکام چه ددی سورة په خطاباتو کښی دی په هغه ټولو باندی عمل کولو ته شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل