يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا
ای ایمان والو مه کیږئ په شان دهغه کسانو چه تکلیفونه ئی رَسَوَل موسیٰ علیه السلام ته نو بچ اوساته هغه لره اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی وئيل او دی وؤ په نیز د اللّه تعالٰی مخوریز -
دا بل خطاب دی مؤمنانوته - هرکله چه ذکرشوه سزا د اذیت ورکونکو د نبی ﷺ ته او معلومه شوه چه دا عادت دکافرانو او دمنافقانو دی نواوسی منع کوی مؤمنانولره دایذاء د رسول اللّٰه ﷺ نه او دتشبیه دیهودیانو نه (كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى) ایذا موسیٰ علیه السلام ته یو دا وه چه انکار اوکړو دوی دقتال نه او اوئیل (اذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ) اودی ته اشاره ده په سورة صف (۵) کښی - دوهمه ایذا داوه چه په هغه باندی بدنامه لگولی وه چه ده خپل ورور هارون علیه السلام قتل کړی دی - دریمه هغه ده چه امام بخاری حدیث د ابوهریرة رضی اللّه عنه نقل کړی دی چه موسیٰ علیه السلام د بنی اسرائیلو نه جدا په تنهائی کښی غسل کوؤ اودوی په یوځای غسل کوؤ نودوی وئیل چه موسیٰ علیه السلام زمونږ نه جدا ددی وجی نه لامبی چه ده باندی مرض د اُدرة (خصيی پړسیدل) دی یاپه ده باندی مرض د برص (برگی) دی (وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا) یعنی دوی په دی بدنامو لگولوسره دهغه بی عزتی کول غوښتل لیکن هغه د اللّه تعالٰی په نیزباندی عزت مند وؤ نود داسی شخص عزت هیڅ څوک نه شی کمولی - وَجِيهًا، چه مرتبه ئی اوچته وی دعاگانی ئی قبلیږی محبوب وی عزت مند وی -