الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا
دا هغه کسان دی چه رسوی پیغامونه د اللّه تعالٰی او ویریږی دهغه نه اونه ویریږی دهیچ چانه سیوا د اللّه تعالٰی نه اوپوره دی اللّه تعالٰی حساب کوؤنکی -
داصفت یا بدل دی د الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ، نه او ذکردشان تیرشوؤ انبیاؤ دی په دری صفتونوسره - (وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا) دا ویره ده هغه کسانوته چه پیغمبرانو باندی اعتراضونه کوی یعنی اللّه تعالٰی به ددوی سره حساب اوکړی چه په څه سبب سره دوی اعتراضونه کول -