وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا
اوهرکله چه اولیدلی مؤمنانو ډلی دکافرانو دوی اوئیل دا هغه څیزدی چه وعده کړی ده مونږ سره اللّه تعالٰی او رسول دهغه اورشتیا وئیلی دی اللّه تعالٰی او رسول دهغه اونه زیاتوی دوی لره مگر ایمان او تابعداری کول -
دا ذکردحال دتثبت دمؤمنانو دی په مقابله دحال منافقانو کښی اوپه دی کښی د مؤمنانودری صفات دی (وَمَا زَادَهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه داقول دمؤمنانو صرف دژبی نه نه دی په شان دمنافقانو بلکه په زړه او په اندامونوباندی دهغی اثرموجود دی - او آیت دلیل دی چه په ذکر کولو سره ایمان کښی زیات او مضبوط والی راځی -