لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا
یقیناً شته دی ستاسو دپاره په باره د رسول اللّٰه ﷺ کښی نمونه دتابعدارئ ښائسته هغه لره چه عقیده لری د اللّه تعالٰی (دتوحید) او دورځ روستنئ او یادوی اللّه تعالٰی لره ډیر -
دا څلورم خطاب دی مؤمنانوته اوتاکید دی په تابعدارئ د نبی ﷺ باندی او رد دی په منافقانو باندی چه هغوی په جهاد کښی شرکت نه کوؤ اوچاچه شرک کوؤ هم په اخلاص سره نه وؤ نوپه دی کښی رد د هغوی دی چه نبی ﷺ په جهاد کښی شرکت په اخلاص سره کوی دهغه تابعداری اوکړئ په دی آیت کښی په اتباع د رسول اللّٰه ﷺ ډیرتاکیدات دی (أُسْوَةٌ) دا لفظ خاص دی په هغه اقتداء پوری چه په هغی کښی برابری وی یعنی پوره تابعداری کوی اوپه هغی کښی د زړه علاج او تسلی هم ده (ذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) مراد ذکرنه تمام عبادات دی ځکه چه ذکر دټولو عبادتونو نه افضل عبادت دی - او كَثِيرًا، ددی نه مراد ذکر دی په شرعی شرطونو سره چه په طریقه داخلاص اوپه تابعدارئ دسنت سره او سره دفهم دمعنی سره وی داسی ذکر اگرچه لږی وی لیکن د اللّه تعالٰی په نیز ډیردی نوکوم ذکر چه دبدعت په طریقی سره وی لکه په چغو سره ذکرکول اودځان نه تخصیص کول دوخت او دحد دهغی یاذکرمفرد (یعنی صرف اللّه اللّه ) یا چه په معنیٰ باندی نه پوهیږی نو دا ذکرغیرمقبول دی لکه چه بعضی تشریح تفسیر روح المعانی کښی د (۴۱) آیت لاندی کړی ده نوحاصل دآیت د لِمَنْ كَانَ يَرْجُوا آه، دادی چه څوک ایمان په اللّه تعالٰی اوپه ورځ آخرت لری او عمل د اللّه تعالٰی دپاره کوی نوددی رسول تابعداری او اقتداء دی کوی - او دذکر په لفظ سره ئی ددی وجی نه راوړو چه څوک ذاکروی نودهغه زړه بیدار وی نوددی وجی نه تابعدارئ د رسول اللّٰه ﷺ ته تیاروی اوڅوک چه غافل وی نوهغه په تابعدارئ کښی سست وی -