السجدة ۲۴

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ

او جوړ کړی وؤ مونږ ددوی نه ایمامان چه بیان ئی کوؤ په حکم زمونږ سره هرکله چه دوی صبرکړی وؤ او وؤ دوی چه په آیاتونو ځمونږ ئی یقین کوؤ -

په دی کښی امت د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی چه په هغوی کشی دعوت او تبلیغ جاری وؤ نو اشاره ده امت د آخری نبی ﷺ ته چه دده په امت کښی به هم دعوت جاری وی اوپه دی آیت کښی (أَئِمَّةً) عام دی انبیاؤ د بنی اسرائیلو ته او علماؤ دهغوی ته لکه سورة انبیاء (۷۳) کښی - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه په صبراویقین سره امامت ددین حاصلیږی (لکه چه ابن کثیروئیلی دی) په صبرسره دفع دشهواتو راځی اوپه یقین سره زوال دشبهاتو حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل