السجدة ۲۳

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ

اویقیناً ورکړی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب نومه کیږه په شک کښی دملاویدلو دهغه نه اوجوړ کړی وؤ مونږ دا کتاب هدایت دپاره د بنی اسرائیلو -

دا ذکرد مؤمنانو سابقینو دی اوتعلق لری دسورة د آیت (۳،۲) سره یعنی تائید دی دصدق دقرآن او درسول (فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ) په معنیٰ د لِقَائِهِ او په ضمیردهغی کښی اوپه اضافت کښی ډیر اقوال دی، (۱) لقاء په معنیٰ دملاقات (۲) تلقی یعنی قبلول (۳) اخستل (۱) او اضافت مفعول ته دی، (۲) یا اضافت فاعل ته دی او ضمیرراجع دی موسیٰ علیه السلام ته یا راجع دی کتاب ته یارب ته - تفصیل دمعنو دادی: (۱) پس مه کیږه په شک کښی د قبلولو د موسیٰ علیه السلام نه دغه کتاب لره (۲) پس مه کیږه ته په شک کښی د اخستلو ستانه مثل ددغه کتاب لره (۳) پس مه کیږه په شک کښی دمخامخ کیدلو ستانه په شان د موسیٰ علیه السلام دمصبتونوسره (۴) پس مه کیږه ته په شک کښی دملاقات کولو ستانه موسیٰ علیه السلام سره په شپه دمعراج کښی - یعنی هغه لیدل بالکل حق دی اودغه ملاقات دارواحو دهغوی سره وؤ چه په شکل دبدنونو د هغوی سره جوړ کړی شوی وو ما سیواد عیسیٰ علیه السلام نه (۵) پس مه کیږه په شک کښی دملاقات ستا د خپل رب سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل