وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ
اوکه چیرته اوینی ته هغه وخت چه مجرمانو به ښکته کړی وی سرونه خپل په نیزدرب ددوی (وائی به) ای ربه زمونږه اولیدل مونږ او واوریدل مونږ نوواپس اوگرځوی مونږ چه عمل اوکړو نیک عمل یقیناً مونږ یقین کوؤنکی یو -
دا تخویف اخروی دی منکرینو لره او ذکر د احوالو ددوی دی روستو د (الیه ترجعون) رجوع الی اللّه نه - (الْمُجْرِمُونَ) نه مراد هغه دی چه دقرآن او رسول اوتوحید اوقیامت نه (چه تیرشوی آیاتونوکښی ذکرشول) انکارکوی (نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ) دا علامت د ملامتیا او د شرمندگئ او دذلت دی (رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا) مراد ددی نه علم دهغه خبرو دی چه دوی په دنیا کښی دهغی انکارکړی وؤ - اکثردوی انکار کوؤ دهغه څه نه چه دوی په سترگوباندی نه لیدلو (چه هغه په یؤمنون بالغیب کښی مراد دی) اودا رنگ دوی وحی د اللّه تعالٰی اوقرآن اوحدیث ته نه په دنیا کښی غوږ کیخودلو اوس هغه دواړه حالتونه ورته حاصل شول مجبوراً -