قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
ته اوایه ساه به اخلی تاسو نه ملک دمرگ هغه چه مقررکړی شوی دی په تاسوباندی بیا به ستاسو رب ته تاسو پیش کیدلی شئ -
دا جواب د انکارددوی دی چه مخکښی ایت کښی ذکرشو - حاصل داچه ستاسو روح د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی چه دهغی په قبض کولوباندی ملک الموت مقررکړی دی نودا دقادر ذات د شان نه لری نه ده چه تاسودوباره پیدا کړی -
فائده: اشکال دادی چه دلته ملک الموت ئی مفرد ذکرکړی دی اوپه سورة انعام (۶۱) سورة نساء (۹۷) کښی جمع ذکرشوی دی ددی څه تطبیق دی؟ اول جواب دادی چه ملک الموت یودی چه دهغه نوم عزرائیل علیه السلام مشهوردی (اگرچه په هیڅ نص صحیح مرفوع کښی دانوم ځما په علم کښی نیشته) خودهغه سره نورتابعدار ملائک دی نودبعضی روح قبض کولو دپاره په خپله لاړشی اوبعضی دپاره نور ملائک اولیږی - دوهم جواب دادی چه دلته کوم روایاتونه چه د عزرائیل علیه السلام دتصرف عامه او علم عامه دپاره مفسرینو ذکرکړی دی په هغی کښی هیڅ روایت مرفوع صحیح نیشته - (واللّه اعلم)