السجدة ۵

يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ

انتظام کوی اللّه تعالٰی دکار دآسمان نه (رالیږی) ځمکی ته بیاورخيژی هغه ته په یوورځ کښی چه اندازه دهغی زرکاله ده دهغی نه تاسو ئی شماره کوئ -

دا بل دلیل عقلی دی - یعنی هرکله چه ثابته شوه چه اللّه تعالٰی خالق دی دعرش دپاسه مستوی دی اوپوره اختیارمند دی نو اوس ذکرکوی چه ددی عالم نظام چلوؤنکی هم هغه دی دانظام ئی چاته نه دی سپارلی نومعلومه شوه چه قطبان غوثان نیشته چه هغوی ددنیا تدبیرکولی شی - په دی آیت کښی دوه تفسیرونه دی اول دادی چه الْأَمْرَ نه مراد هرکاردکارونو ددی عالم نه چه په عالم اسفل کښی انسانانوته ښکاره کیږی اوپه دی ځمکه کښی چلیږی او ( يَعْرُجُ) په معنیٰ دیرجع دی اوضمیردغه امرته راجع دی اورجوع روستو دفنا دعالم نه مرادده (فِي يَوْمٍ) متعلق دی په تعرج پوری اومراد ددی نه ورځ دقیامت ده - دوهم تفسیردادی چه الامرنه مراد وحی ده چه په واسطه دجبرائیل سره رالیږلی کیږی، د مِنَ السَّمَاءِ سره فینزل پټ دی او يَعْرُجُ ضمیر جبرائیل ته راجع دی او فِي يَوْمٍ نه مراد ورځ ده ددنیا دورځونه او هرکله چه حدیث سره ثابت ده چه مینځ دآسمان او ځمکه کښی پنځه سوه کلونه مسافت دی نو تله راتله دواړه طرف ته زرکلونه شول - او فِي يَوْمٍ متعلق دی په دواړو فعلونوپوری (فینزل او یعرج) اومقصود په دی آیت کښی تدبیردوحی شو او اشاره ده صدق دقرآن ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل