اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه اوهغه چه مینځ ددی کښی دی په اندازه دشپږ ورځو کښی بیا برابرشوی دی دعرش دپاسه نیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی اونه سفارشی آیا پس ولی نصیحت نه قبلوئ -
دا تفصیل دانذار دی په ذکردتوحیدسره ددلیل عقلی نه (مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ) امداد کوؤنکی دوه قسمه وی یوهغه چه په خپله تصرف کولی شی حاجت پوره کولی شی مصیبت لری کولی شی اوهغه ته ولی وئیلی کیږی - دوهم هغه چه په خپله کارنشی کولی لیکن مالک او اختیارمند ته په کلکه وینا کولی شی چه ددی شخص حاجت پوره کړه نوده ته شفیع وئیلی کیږی نودتوحید داثبات دپاره ددی دواړو نفی اوکړی شوه -