وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ كَذَلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ
اوپه کومه ورځ چه قیامت قائم شی قسمونه به کوی مجرمان نه وؤ ایسار شوی دوی زیات دساعت نه دغه شان دوی اوړیدلی کیدل دحق نه -
په دی کښی تخویف اخروی دی یعنی دتیرشوی آیت نه معلومه شوه چه دی انسان په دنیا کښی تر بوډاوالی پوری عمراو ژوند تیرکړی دی لیکن دهیبت او رعب دقیامت دوجی نه یادضد او دعناد دوجی نه به دوی انکارکوی اوقسمونه به کوی -