الروم ۵۴

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسو د کمزورئ‌ نه بیا ئی گرځولی دی روستو دکمزورئ نه طاقت بیا ئی گرځولی دی روستو دطاقت نه کمزوری او بوډاوالی پیدا کوی څه چه اوغواړی او خاص اللّه تعالٰی په هرڅه پوهه او قدرت والا دی -

دابل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی انقلاب دحالاتو دانسانانو ذکرکوی اوتیرشوی آیت سره ربط دادی چه اسماع او هدایت ددی وجی نه د اللّه تعالٰی په اختیاراو قدرت کښی دی چه دا انقلاب دحالاتو په دی آیت کښی ذکردی داهم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی (مِنْ ضَعْفٍ) مراد ترینه نطفه ده چه کمزوری اوبه دی (مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ) اسم ظاهرئی ذکرکړو په دی کښی کمزوری دطفولیت ته اشاره ده چه هغه ضعف داندامونو دی اوقوت نه مراد طاقت دځوانئ دی (مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ) په دی کښی طاقت دعقل او پوهی ته اشاره ده (ضَعْفًا) ددی نه مراد ضعف د ټولوقوتونو دی (وَشَيْبَةً) ددی نه مراد ښکاره اثار دبوډاوالی دی چه سپین والی دویښتودی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل