وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ
اویقینا لیږلی دی مونږ ستا نه وړاندی رسولان قومونو دهغوی ته نو راوړل ئی دوی ته ښکاره احکام نو بدله واخستله مونږ د مجرمانونه او دی ضرور په مونږباندی مدد کول دمؤمنانو سره -
هرکله چه ظاهری انعامات ئی ذکرکړل نواوس باطنی انعام ذکرکوی اومقصد په کښی تائید د دعوی دسورة دی (حَقًّا عَلَيْنَا) دا حق اللّه تعالٰی په ځان باندی لازم کړی په سبب دوعدی خپلی سره اودیته حق تفضلی وئیلی کیږی داحق واجبی نه دی په شان دوجوب په بندگانوباندی -