الروم ۴۶

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

اوبعضی دلیلونه دتوحید او د قدرت د اللّه تعالٰی نه داچه رالیږی هواگانی زیری ورکوؤنکی اودپاره ددی چه اوڅکوی تاسوته څه حصه درحمت خپل نه اودپاره ددی چه روانی وی کشتئ په حکم د اللّه تعالٰی سره اودی دپاره چه اولټوئ دفضل د اللّه تعالٰی نه اودی دپاره چه شکراوکړئ تاسو -

دا بل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی وجه د لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ، ده یعنی کافر دښکاره آیاتونو نه منکردی او د هواگانو د رالیږلوئی پنځه فائدی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل